سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) د خپلې اساسنامې په تعقیب د یو قانوني او اصولي اداري او علمي جوړښت پر بنسټ، د خپلو ټولو اجرأتو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د تقنيني سندونو، لوایحو، مقرراتو، پرېکړو او معیارونو مطابق خپلې پالیسیانې، طرز العملونه او عملیاتي لارښودونه او پروسیجرونه لري. مؤسسه د روڼتیا ډاډمن کولو، ثبات ته د ودې ورکولو او په مؤسسه کې د مسؤلانه حساب ورکونې او بشپړتیا د لوړو معیارونو ساتلو په موخه دمحصلينو اړوند هر اړخیز موضوعاتو ته شاملې پالیسۍ، طرز العملونه او اصول لري. مؤسسه باور لري او ددې ډاډ ورکوي چې زمونږ روښانه پالیسۍ او تګلارې، د مؤسسې په داخلي مؤثر کاري چاپیریال، محصلینو سره د غوره او نېکو اړیکو او د بهرنیو ښکېلو خواو سره د اغېزناکو اړیکو لپاره حیاتي ونډې لري. مؤسسه اوس مهال د خپل شعار، لرلید، ماموریت، ثابتو او ستراتېژیکو اهدافو پر بنسټ - د محصلینو په برخه کې داخلي فعالیتونو د تنظیم او لوړو زده کړو وزارت او ښکېلو خواو سره د محصلینو په برخه کې د اغېزناکو اړیکو ساتلو موخه پالیسۍ، طرز العملونه او اصول لري.