سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) د درې ګونو پوهنځیو (عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژي) کې په لوړو زده کړو وزارت په معیارونو برابر تحصیلي نصاب تدریسېږي، چې د یاد تحصیلي نصاب د ملاتړ لپاره د پورته ذکر شويو پوهنځیو محصلینو ته د پوهنځیو او همدارنګه د مؤسسې په کچه اضافه نصابي برنامې پلان او دایرېږي. مؤسسه هڅه کوي چې د اضافه نصابي فعاليتونو پر مټ د محصلينو وړتياوې لوړې کړي او دا يوه بنسټيزه او مهمه برخه بولي.
د تحصیلي کال د پسرلني او خزاني سمسترونو په اوږدو کې د پوهنځیو او مؤسسې په کچه بېلابېلې برنامې او فعالیتونه د ورکشاپونو، سیمینارونو،نظري او عملي رقابتي سیاليو، علمي سفرونو، کمپاینونو، ټولنیزو برنامو، اکاډمیک او علمي بحثونو، کنفرانسونو او داسې نورو فعاليتونو په بڼه، د پلان له مخې په منظم ډول وړاندې کېږي.
مؤسسه خپل ټول محصلين هڅوي چې د نصاب تر څنګ په اضافه نصابي فعالیتونو کې په پراخ او فعال ډول ګډون وکړي او له دې لارې په بېلابېلو برخو کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي، مهارتونه ترلاسه کړي او له فراغت وروسته د سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې نوم - د معیاري لوړو زده کړو بنسټ په توګه - د هېواد او سیمې په کچه لوړ او وځلوي.
تاسې کولای شئ چې د مؤسسې او هر پوهنځي په کچه دایر شويو اضافه نصابي برنامو راپورونه د لاندې فرعي برخو له لارې وګورئ.