چټک لینکونه
د چټکو لینکونو برخه د برحاله محصلینو، فارغانو او د ثبت نام او شمولیت برخې کاندیدانو ته اسانه لاسرسی برابروي. پدې پلیټفارم د محصلینو د فراغت اسنادو آنلاین تصدیق او د اړتیا په صورت کې د محصلینو لپاره دانلاین ازموینو پرمختللی سیستمونه او لینکونه لري.
همداراز، دا لینکونه چې د مؤسسې د معلوماتي سیستم سره وصل دي او د محصلینو لپاره هر اړخیزه مرسته چمتو کوي تر څو هغوي خپلو معلوماتو ته د هر ځای څخه په اسانۍ سره لاسرسي ولري چې پدې برخه کې د محصلینو د کورینو دندو، سیمینارونو، د استاد او محصل ترمنځ د اړیکو او موضوعاتو د بحث فورمونه او نور ګڼ شمیر خدمات لري چې دا د یو زده کړیز چاپیریال رامنځته کولو لپاره ګټوره هڅه ده.