سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) ژمنه ده، چې د برېښنایي زده کړو په برخه کې محصلینو ته د لرې واټن څخه د زده کړو زمینه برابره کړي. په دې برخه کې مؤسسې د خپلو برحاله محصلینو، فارغانو او په ټولنه کې د برېښنایي زده کړو له لارې د ونډې اخیستنې په لړ کې، د برېښنایي زده کړو د ثبت او نشر لپاره معیاري سټوډیو جوړه کړې ده چې چارې یې د مسلکي اشخاصو له لورې پر مخ وړل کېږي. په یاده سټوډیو کې د اړوندو پوهنځیو د استادانو له خوا د ځانګړي پلان مطابق په طبي موضوعاتو زده کړیزې علمي او معلوماتي ویډیوګانې ثبت او د مؤسسې د یوټیوب چینل په ګډون، د مؤسسې او پوهنځيو له ټولنيزو رسنيو څخه خپریږي.
ددې تر څنګ مؤسسې خپلو محصلینو ته د برېښنایي زده کړو په لړ کې معیاري او په ټولو سهولتونو سنبال ډیټابیس سیستم برابر کړی دی، چې د هغې له طریقه ټول محصلین په مؤسسه کې خپلو معلوماتو لکه (چیپټر، پریزنټیشن، کورس پالیسي، برېښنایي کتابتون ته انلاین لاسرسی، حاضري، د مضامینو او سمسترونو پایلې، استادانو سره د نظریاتو او مباحثې برخې، انلاین ازموینې، د کورنیو دندو او لنډو سیمینارونو د سپارلو برخې، د خبرتیاو ترلاسه کول) تر څنګ، نورو فرعي برخو کې خپلو تحصیلي معلوماتو ته په اسانه ډول لاسرسی لري. مؤسسې د انلاین زده کړو په لړ کې د محصلینو او ټولنيز پرمختګ کې د ونډې اخیستنې لپاره د یو ټیوب چینل جوړ کړی دی او د هغې له طریقه ټولې زده کړیز او معلوماتي ویدیوي کلیپونه نشروي، چې لینک یې په لاندې ډول دی او تاسې هم کولی شئ د خپلې علمي او معلوماتي بډاينې په موخه، ورځنې ګټه واخلئ.
https://www.youtube.com/@spingharinstituteofhighere3687