استادانو علمي رتبې

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) د لوړو زده کړو وزارت د علمي کادر غړو د جذب نوې او تجدید شوې لایحې د احکامو په رڼا کې، د کیفیت لوړونې معیارونو د غوښتنې پر بنسټ، په مؤسسه کې د اړوندو پوهنځیو د غوښتل شوي تعداد مطابق د علمي کادر غړو تقرر ته ژمنه ده او په دې لړ کې د هر پوهنځي په اړونده عمومي ډیپارټمنټ کې باید لږ تر لږه څلور تنه استادان د علمي رتبې لرونکي وي. د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او لوایحو له مخې په افغانستان کې د استادانو علمي رتبې عبارت دي له (نوماند پوهنیار، پوهنیار، پوهنمل، پوهندوی، پوهنوال او پوهاند) څخه چې ټولې چارې د علمي کادر غړو د جذب لایحې له مخې پر مخ وړل کېږي. د علمي رتبې لرونکی استاد د مختلفو مهارتونو، څېړنیزې پوهې، د تدریس عصري او نويو مېتودونو او د لوړې کاري تجربې او په تسلسل سره د لوړ تحصیلي سند لرونکی وي. په دې برخه کې تاسې د مؤسسې هغه کادري غړي (استادان) لیدلای شئ چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي کادر غړو کې یې رسمې تقرر حاصل کړی او ټوله پروسه یې طې کړې ده. په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه ښکېلې خواوې، احتمالي نوماندان او مراجعه کوونکي کولای شي د مؤسسې د لرلید او ماموریت د دوام او ژمنتیا په پار په دې برخه کې د مؤسسې د هغو استادانو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې علمي رتبه لرونکي وي.