سپین غر پوهنتون (ننګرهار) د درې ګونو پوهنځیو څېړونکو او تأليف کونکو لخوا د پوهنتون د تحصيلي نصاب پياوړتيا او په ټولنه کې د ونډې اخیستنې په برخه کې په طبي علومو کې ګڼ شمېر کتابونه تألیف کړي او په دې برخه کې د پوهنتون د ستراتېژیک پلان د اهدافو او فعالیتونو پر بنسټ د هر کال لپاره د کتابونو تألیفات پلان کېږي. پوهنتون غواړي چې په ذکر شوې برخه کې د ټولنې اوسنۍ تشې د ډکولو په موخه د بېلابېلو لارو چارو په واسطه اړتیا ارزونه ترسره کوي او په یاده برخه کې د پوهنتون د استادانو او د تدریسي روغتون د متخصصینو له لورې د لوړو زده کړو وزارت د لارښودونو او لوایحو پر تعقیب کتابونه تألیف کړي.
د کتابونو تألیف نه یوازې د پوهنتون داخلي چاپیریال یا تحصیلي نصاب پياوړی کوي، بلکې تألیف شوي کتابونه په ملي او سيمه ايزه کچه په ملي ژبو د نورو لوستونکو لپاره هم ګټور تمامېږي، چې دا په ټولنه کې د پراخه ونډې اخیستنې یوه بېلګه ده. تاسې کولای شئ د پوهنتون د لیکوالانو لخوا تألیف شوي کتابونه په لاندې برخو کې وګورئ او د ترلاسه کولو لپاره لاندې برېښناليک سره اړیکه کې شئ.
برېښناليک : research@spingharuniversity.edu.af
د پښتورګو بيوشيمي
نور عالم لقماني
د ژباړې کال: ۱۳۹۶
الذکر و الدعاء
دوکتور عطاءالله غني
د ژباړې کال: ۱۴۰۲