«په جراحي کې لوړ خطر لرونکي ناروغان: تشخيص او مديريت» تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو
Date:سه شنبه، ۱۴۰۵/۶/۱۰, Start Time: 10:00 AM - End Time: 11:00 AM
Location: سپین غر پوهنتون (ننګرهار)
سپین غر پوهنتون د مسلکي پرمختیا آمریت د ظرفیت لوړونې برنامو کلني پلان له مخې د معالجوي طب پوهنځي استاد، پوهنيار متخصص دوکتور شفيق الله عطيش «په جراحي کې لوړ خطر لرونکي ناروغان: تشخيص او مديريت» تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې کړ.
په دې کنفرانس کې د پوهنتون د رهبرۍ غړو سربېره د معالجوي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځيو استادانو، علمي کاد غړو او د یو شمېر اداري برخو مسؤلینو هم برخه لرله، چې ښاغلي عطیش لومړی د کنفرانس موخې په لنډ ډول بیان کړې او بیا یې لاندې موضوعات په مفصل ډول وړاندې کړل او هم یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د موضوع پېژندنه، د لوړ خطر لرونکو ناروغانو پېژندنه،د خطر د عواملو ډلبندي، له عملیات څخه مخکې ارزونه، د خطر ارزونې ساده او مشهور معیارونه، د ASA اهميت، اړين لابراتواري او تشخيصيه معاينات، له عمليات څخه مخکې د ناروغ چمتو کول، د چمتو کولو موخې، د عملیات پر مهال مدیریت او له عملیات وروسته پاملرنه.
په پای کې د ژوري هیئت غړو د کنفرانس په اړه خپل نظرونه شریک کړل او کنفرانس یې مثبت ارزیابي کړ.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت