د هایپرتایرودېزم ناروغۍ په اړه علمي کنفرانس وړاندې شو
Date:یکشنبه، ۱۴۰۵/۶/۸, Start Time: 10:00 AM - End Time: 11:00 AM
Location: سپین غر پوهنتون (ننګرهار)
سپین غر پوهنتون د مسلکي پرمختیا آمریت د ظرفیت لوړونې برنامو کلني پلان له مخې، د معالجوي طب پوهنځي استاد، پوهاند دوکتور محمد طیب نشاط «د هایپرتایرودېزم د درملنې انتخاب، د درملنې د طریقو مقایسه او اغېزمنتیا» تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس وړاندې کړ.
په دغه علمي کنفرانس کې د پوهنتون د رهبرۍ غړو ترڅنګ، د معالجوي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو استادانو او د یو شمېر اداري برخو مسوولینو هم برخه لرله، چې د پرانیستې وینا د معالجوي طب پوهنځي رئیس، پوهنیار دوکتور محمد جاوېد حاذق وکړه.
ښاغلي حاذق د کنفرانس له وړاندې کوونکي څخه د مننې ترڅنګ، د ورته علمي کنفرانسونو د وړاندې کولو پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې مشران، تجربه لرونکي او مخکښ استادان کولای شي د علمي کنفرانسونو له لارې خپله پوهه او علمي تجربې له نورو استادانو سره شریکې کړي، چې د هغوی د مسلکي ظرفیت لوړونې او د علمي معلوماتو د پراختیا په برخه کې اغېزمن تمامېږي.
ورپسې، پوهاند دوکتور محمد طیب نشاط د موضوع پېژندنه، اهمیت او عمومي موخې بیان کړې. ښاغلي نشاط د هایپرتایرودېزم د رامنځته کېدو مهم لاملونه، اعراض او نښې، د تشخیص او درملنې اړوند مهم موارد، د درملنې بېلابېلې لارې، د درملو د استعمال اصول، د درملنې د انتخاب معیارونه، د درملنې د طریقو مقایسه او اغېزمنتیا، کلینیکي پرېکړې او مهم کلینیکي نقاط په تفصیل سره تشریح کړل، د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب او هم یې د هایپرتایرودېزم د درملنې او مدیریت په اړه اړینې علمي سپارښتنې له ګډونوالو سره شریکې کړې او د ژوري هیئت غړو له لوري کنفرانس مثبت ارزیابي شو.
د یادونې وړ ده چې هایپرتایرودېزم یو ډول ناروغي ده، چې د درملنې انتخاب د ناروغ د حالت، علت، عمر او نورو کلینیکي شرایطو له ارزونې وروسته ترسره کېږي او درمل، راډیواکټیف آیوډین او جراحي یې له مهمو درملیزو انتخابونو څخه دي.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت