News

د تائید شویو څېړنو د پایلو شریکولو څېړنیز کنفرانس ترسره شو

Date:دوشنبه، ۱۴۰۵/۵/۱۹, Start Time: 8:00AM - End Time: 2:00PM
Location: سپین غر پوهنتون (ننګرهار)

سپین غر پوهنتون له لوري د تائید شویو څېړنو د پایلو شریکولو یو ورځنی څېړنیز کنفرانس "څېړنه؛ د کیفیت او پرمختګ بنست!" تر شعار لاندې د پوهنتون د مؤسس او امناء هیئت مشر دوکتور اسد الله مومند په ګډون د پوهنتون د رهبرۍ غړو، د ننګرهار ولایتي ادارې استازو، د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار عامې روغتیا ریاست رهبرۍ غړو، د طبي برخو علمي کادرونو او پوهانو، متخصصینو، روغتيا پالانو، د بېلا بېلو روغتونونو، انسټېټیوټونو، تشخیصیه طبي لابراتوارونو، رسنیو استازو او وروستيو سمسترونو محصلانو په ګډون سره ترسره شو.

 

کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت د کيفیت د تضمين او اعتبار ورکوونې شپږم اصلي او درېيم فرعي معيار د غوښتنو پر بنسټ تنظیم شوی و، چې د جمله ۱۶ عنوانه علمي مقالو پایلې په کې له ګډونوالو او د اړوندو ادارو له استازو سره د کړنلارو جوړولو او روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړونې په موخه د څېړونکو له لوري شریکې شوې.

 

د اسلامي ثقافت د آمر مولوي عبادالله ځلاند له لوري د قرانکریم تر تلاوت وروسته د پرانیستې او ښه راغلاست وینا پر وخت د پوهنتون رئیس سيد شمس الدين همت په خپلو خبرو کې د کنفرانس اهداف بیان کړل، د څېړنو ترسره کول یې د سپين غر پوهنتون یو له اساسي دندو او لومړيتوبونو څخه وبلل او د الله جل جلاله شکر یې ادا کړ، چې سپین غر پوهنتون یو ځل بیا د دغه ډول علمي پروګرام کوربتوب کوي او د مسؤلیت له مخې د ترسره شویو څېړنو پایلې له اړوندو ادارو او افرادو سره شریکوي.

 

ښاغلي همت د سپین غر پوهنتون د وروستيو پرمختګونو، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون، ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي او سپین غر پوهنتون له لوري په ګډه پیل شوې څېړنیزې پروژې په اړه وروستيو معلوماتو د یادولو ترڅنګ د ننګرهار ولایت مقام، ننګرهار پوهنتون، عامې روغتیا ریاست، د کنفرانس ژوري هئیت غړو، د مقالو وړاندې کوونکو، د پوهنتون له مرستیالانو او د پوهنځیو له رئیسانو څخه د مننې سربېره زیاته کړه، چې د څېړنو په برخه کې یې ټول امکانات څېړونکو، متخصصینو او علمي کادرونو ته په واک کې  ورکړي، څو وکولی شي په بېلا بېلو علمي موضوعاتو معياري ميداني او کلينيکي څېړنې ترسره کړي، په دې برخه کې د پوهنتون اداره په قاطع ډول د هغوی ملاتړ کوي او په راتلونکي کې به د جاري لويو څېړنیزو پروژو ترلاسه شوې پایلې اړوندو مرکزي ادارو سره د اجرائیوي کېدو په موخه شریکې کړي.

 

د ننګرهار ولایت د ټولنیزو او کلتوري چارو کارپوه مولوي سمیع الله سمون د پوهنتون له مؤسس، رهبرۍ غړو او مسؤلينو څخه د خوښۍ او مننې په څرګندولو سره د طبي برخې د تقویت او پرمختګ لپاره دا کنفرانس اغیزناک یاد کړ او د اسلام له نظره د تاریخ په اوږدو کې په څېړنیزه برخه کې د شویو پرمختګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې قرآنکریم او اسلامي شریعت د څېړنو په ترسره کولو ټینګار کوي، څو مسلمانان د نورو له احتیاجه خلاص شي.

 

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رئیس مولوي امین الله شريف هم د طبي لوړو زده کړو او روغتیا په برخه کې د پوهنتون او اړوند تدريسي روغتون وروستۍ هڅې وستايلې او د سپين غر پوهنتون وروستيو څېړنیزو لويو فعاليتونو ستاينه یې وکړه او د ننګرهار پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دکتور سعيد محمد وقار بیا په کنفرانس کې د جمله ۱۶ وړاندې شویو مقالو په اړه خپل مثبت نظریات، تأثرات او ځیني وړاندیزونه د پوهنتون له ادارې او ګډونوالو سره شریک کړل.

 

د اختتامیې وینا پر مهال د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال محمد جمیل وسیم په خپلو خبرو کې وویل، چې سپين غر پوهنتون په خپلو څېړنیزو فعاليتونو او چارو کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ټاکل شوي ټول اصول او کړنلارې په پام کې نيولي دي او په دې برخه کې یې ګډون لرونکو امارتي مسؤلينو ته ډاډ ورکړ، همدارنګه د ۱۴۰۵ لمریز کال څېړنیز پلان اړوند معلومات یې هم شریک کړل او هیله یې وښوده چې اړوندې ادارې د دې څېړنو له ترلاسه شویو پایلو څخه په خپلو کاري برخو کې ګټه واخلي تر څو کړې خوارۍ او زحمتونه بې ځایه نه شي.

 

د کنفرانس په پای کې همکارو ادارو، څېړونکو، تنظیموونکو او اړوند همکارانو ته اېوارډونه او ستایلیکونه ورکول شول او کنفرانس د دعوت او ارشاد د آمر مولوي بشرمل بشردوست له لوري د دعاء په کولو سره پای ته ورسېد.

 

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت