د طبي برخو د ذیربطو ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ مجلس ترسره شو
Date:سه شنبه، ۱۴۰۵/۵/۱۳, Start Time: 0 - End Time: 0
Location: سپین غر پوهنتون (ننګرهار)
سپین غر پوهنتون د روغتونونو، طبي نیمه لوړو زده کړو انسټېټیټونو او تشخیصیه طبي لابراتوارونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه، چې د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د بېلابېلو روغتیايي ادارو استازو پکې ګډون کړی و.
د پوهنتون رئیس سید شمس الدین همت د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنتون او اړوندو روغتیايي ادارو ترمنځ د همغږۍ، متقابلې همکارۍ او علمي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د ګډو هڅو له لارې د طبي زده کړو کیفیت، مسلکي ظرفیت لوړونه او روغتیايي خدمتونه لا پیاوړي کېدای شي.
ښاغلي همت زیاته کړه، په داسې حال کې چې سپین غر پوهنتون په ټولو پوهنځیو کې د محصلینو سمستروار فیسونه د خلکو د اقتصادي وضعیت او شرایطو په پام کې نیولو سره د پخوا په نسبت ډېر راکم کړي، خو د تدریس او اداري چارو کیفیت ته پاملرنه ډېره شوې او ټولې چارې په جدي ډول څارل کېږي، څو فارغان د نوي عصر، ملي او نړیوالو طبي معیارونو او اصولو سره سم د روغتیايي خدمتونو سکتور ته د خدمت په موخه وړاندې شي.
نوموړي د مجلس اجنډاوو ته په کتو سره زیاته کړه، هغه ټکنېشنان چې له نیمه طبي لوړو زده کړو انسټېټیټونو څخه فارغ او په روغتونونو او تشخیصیه طبي لابراتوارونو کې په کار بوخت دي او لوړې زده کړې یې نه دي بشپړې کړي، کولای شي د سپین غر پوهنتون د طبي ټکنالوژۍ لېسانس پروګرام تعقیب کړي او د نرسنګ پوهنځي له پیل سره به نرسانو ته هم د لېسانس تر کچې د لوړو زده کړو زمینه برابره شي، چې سپین غر پوهنتون وار له مخه د نظري او عملي زده کړو ټولې لازمې اسانتیاوې ورته برابر کړي دي.
د پوهنتون رئیس د یادو ادارو له استازو وغوښتل چې په اړوند ادارو کې د کار کوونکو ګمارنه د ازادې او شفافې رقابتي پروسې له لارې ترسره کړي، هغه کسان په دندو وګماري چې د مسلکي پوهې ترڅنګ په اړوند برخه کې لوړې زده کړې ولري، څو ټولنې او خلکو ته په طبي لحاظ زیان ونه رسېږي.
د غونډې په پای کې د روغتونونو، طبي نیمه لوړو زده کړو انسټېټیټونو او تشخیصیه طبي لابراتوارونو استازو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. ګډونوالو د طبي زده کړو د کیفیت، عملي زده کړو او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا او د پوهنتون او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا پراختیا په اړه رغنده وړاندیزونه شریک کړل، چې د پوهنتون مشرتابه یې د عملي کېدو لپاره د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت