د بُست پوهنتون استادانو ته د څېړنیزې مقالې لیکنې په اړه دوه ورځنی پرلیکه سمینار وړاندې شو
Date:سه شنبه، ۱۲/۵/۱۴۰۵, Start Time: 0 - End Time: 0
Location: سپین غر پوهنتون (ننګرهار)
د سپين غر او بُست پوهنتونونو ترمنځ د شوي هوکړه لیک پربنسټ سپين غر پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستيال محمد جمیل وسیم د بُست پوهنتون استادانو ته د څېړنیزې مقالې لیکنې په اړه دوه ورځنی پرلیکه سمینار وړاندې کړ.
د بُست پوهنتون د علمي چارو مرستيال بصيرالحق عادل د دواړو تحصیلي ادارو ترمنځ د شوي هوکړه لیک په محتوی او اهمیت خبرې وکړې او سپین غر پوهنتون ادارې څخه یې د هوکړه لیک د تطبیق په موخه مننه وکړه.
ورپسې ښاغلي وسيم د څېړنې بهیر، د اصلي څېړنیزې مقالې جوړښت، د تشریحي مروري مقالې جوړښت، برخې، د څېړنیزې مقاله لیکنې تخنیکونه، د نړيوالو څېړنیزو مقالو معيارونه، ژورنال ته د څېړنیزې مقاله ليکنې اصول او دغه راز د علمي څېړنیزې مقالې پر ټولو اړخونو مفصل معلومات د سمینار له ګډونوالو سره شریک کړل او هم یې د اړوند موضوعاتو په هکله د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د یادونې وړ ده چې سپین غر پوهنتون په ملي او سیمه ییزه کچه له بېلابېلو پوهنتونونو او ادارو سره هوکړه ليکونه لري، چې د تطبيق لپاره يې وخت په وخت په علمي، څېړنيزه او ظرفيت لوړونې برخو کې ورته علمي او معلوماتي سمینارونه او نورې برنامې ترسره کېږي.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت