News

د طبي ټکنالوژۍ پوهنځي محصلانو ته د مونوګراف لیکنې لارښود سمینار وړاندې شو

Date:, Start Time: 0 - End Time: 0
Location: سپین غر پوهنتون (ننګرهار)
سپین غر پوهنتون د طبي ټکنالوژۍ پوهنځي محصلانو ته د څېړنو او علمي مجلو د مرستیال محمد جمیل وسیم له لوري « د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري ترتیب شوي لارښود پر بنسټ د مونوګراف لیکنې لارښود سمینار» وړاندې شو.

په سمینار کې د پوهنځي رئیس نوماند پوهنیار ټکنالوجېست زبیر شکور، څو تنو استادانو او د اووم سمستر محصلانو برخه لرله. د مقدماتي وینا پر وخت ښاغلي شکور په خپلو خبرو کې وویل چې مونوګراف لیکنه د محصلینو د څېړنیز فکر، علمي لیکنې او تحلیلي وړتیاوو په پیاوړتیا کې بنسټیز رول لري، نو په کار ده چې د منل شویو اصولو، معتبرو سرچینو او څېړنیزو معیارونو پر بنسټ ولیکل شي.

ورپسې د سمینار وړاندې کوونکي ښاغلي وسیم، د مهمو اصطلاحاتو او مونوګراف پېژندنه، د مونوګراف لیکنې لارښود مراحل او قواعد، شکلي او معنوي جوړښت، لنډیز او دفاع کولو په اړه مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او هم یې ورته په عملي ډول د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري ترتیب شوي لارښود پر بنسټ د مونوګراف چوکاټ/Template په عملي ډول وښوده، څو خپل مونوګرافونه د یاد لارښود او Template مطابق ولیکي او د تحصیلي دورې په پای کې ترې په ښه شکل دفاع وکړي.

په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح او د سمینار وړاندې کوونکي له لوري ورته ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت