Extra-Curricular Events

د طبي ټکنالوژي پوهنځي محصلینو تر منځ علمي سیالي ترسره شوه

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) د طبي ټکنالوژي پوهنځي عمومي ډيپارټمنټ له لورې، د مؤسسې د بهرنيو ژبو او مسلکي پرمختيا آمريت او د پوهنځي د فرهنګي چارو فرعي کمېټې په همکارۍ، د اووم او اتم سمستر محصلينو تر منځ  د ويني بانک مضمون کې علمي سیالي تر سره شوه. 

 

ياده سيالي چې تېره يکشنبه (۴/ثور/۱۴۰۴ ل.ل)، د مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې وشوه، د مؤسسې د علمي او محصلانو چارو مرستيالانو، د طبي ټکنالوژي پوهنځي رئیس، د پوهنځي مرستيال او اداري کارکونکو او د پوهنځي لسګونو تنو محصلينو په کې ګډون درلود. 

 

محصلينو ته په خطاب کې د مؤسسې د علمي چارو مرستيال ناصر خان جمال هم د دې ډول برنامو پر ارزښت خبرې وکړې او د محصلينو په تحصيلي او ان شخصي ژوند او کاروبار پر مهال د نرم مهارتونو اړتيا او ارزښتونه یې روښانه کړل. نوموړي د علمي سيالۍ په لومړۍ برخه کې د دواړو ډلو محصلينو له لورې د علمي او معلوماتي سيمينارونه وړاندې کول او په دويمه برخه کې یې د ژوري هيئت پوښتنې ځوابول هم د يادو مهارتونو يوه عمده برخه ياده کړه.

 

د سيالۍ د پیل وینا پر مهال د مؤسسې د محصلانو چارو مرستيال فضل الرحمن زيارمل له اړوندو مسئولینو او د سيالۍ اړوند مضامينو له استادانو څخه، د سيالۍ برابرولو لپاره، ځانګړې مننه وکړه. ښاغلي زيارمل همدا راز زیاته کړه چې دا ډول برنامې د محصلینو تر منځ د علمي نظریاتو د تبادلې او سالم رقابت په برخو کې ګټورې دي او محصلین هم باید پکې فعاله ونډه واخلي.

 

د علمي سيالۍ پوښتنې او پايلې د ګډونوالو په شتون کې، د يوې شفافې پروسې له مخې ترتيب شوې، چې د پوهنځي د رئیس ټکنالوجېست محمد جميل وسيم له لورې د اووم سمستر (B) ګروپ محصلين ګټونکي اعلان شول او د پوهنځي د رياست له لورې دواړه ګروپ محصلينو ته ډالۍ هم ورکړل شوې. 

 

د يادونې وړ ده، چې سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې د طبي ټکنالوژي پوهنځي عمومي ډيپارټمنټ له لورې، له دې وړاندې هم ورته علمي سيالۍ تر سره شوي دي، چې د محصلينو د علمي کچې لوړولو او د مفاهمې هنرونو د پياوړتيا برخو کې د پام وړ مثبت ثابتې شوې دي. 

 

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت