سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي طب پوهنځي، معالجوي طب ډيپارټمنټ د اتم سمستر (B) سکشن محصل، ظهورالدين له لورې د لشمانيا ناروغۍ په اړه علمي سيمينار وړاندې شو.
ياد سيمينار چې د معالجوي طب ډيپارټمنټ استاد پوهنيار متخصص دوکتور احسان الله شينواري په لارښوونه، نن يکشنبه (۴/۳/۱۴۰۴ ل. ل)، د مؤسسې په کمپيوټر لېب کې وړاندې شو، پر مهال یې د لشمانيا ناروغۍ د پېژندنې، د ناروغۍ د منځته راتګ لاملونو، تشخيص او تداوۍ په ګډون ګڼو اړوندو مطالبو په اړه معلومات وړاندې شول.
د سيمينار د پرانيستې وينا پر مهال د پوهنځي د مرستيال نوماند پوهنيار صفي الله محبت له لورې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، له لارښود استاد، د مؤسسې د بهرنيو ژبو او مسلکي پرمختيا آمريت او ياد محصل څخه مننه وشوه. ښاغلي محبت له نورو محصلينو څخه د ورته علمي او معلوماتي سيمينارونو برابرولو غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده چې د سيمينار په وروستيو کې د ښاغلي شينواري له لورې، د سيمينار وړاندې کولو له امله، له ښاغلي ظهورالدين څخه د مننې په کولو سره، د سيمينار په اړه خپل مثبت نظريات شريک کړل او له محصلينو يې په ورته برنامو علمي سيمينارونو کې د فعال ګډون هيله څرګنده کړه.
د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت