سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د طبي ټکنالوژي پوهنځي د برېښنايي زده کړو فرعي کمېټې له لورې د مؤسسې د معلوماتي ټکنالوژۍ آمريت په همکارۍ د علمي پرېزنټېشن جوړولو په اړه يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.
ياد ورکشاپ د محصلينو د ظرفيت لوړونې په موخه د مؤسسې د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر صديق الله عادل له لورې نن سه شنبه (۲۰/۰۹/۱۴۰۳ نېټه)، د مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو، چې د طبي ټکنالوژي پوهنځي رئيس، د پوهنځي مرستيال، د برېښنايي چارو فرعي کمېټې مسؤلينو، د پوهنځي استادانو او د پوهنځي د ټولګيو په استازولۍ لسګونو تنو محصلينو په کې ګډون درلود.
د پوهنځي رئیس دوکتور محمد جميل وسيم د سيمينار د پيل وينا پر مهال، ګډونوالو ته د ښه راغلاست سربېره محصلينو ته د نرم او سخت مهارتونو پر ارزښت او اړتيا هر اړخيزه وينا وکړه. نوموړي همدا راز د سيمينار برابرولو له امله د ښاغلي صديق الله عادل په ګډون د اړوندو همکارو اشخاصو ځانګړې مننه وکړه او له محصلينو څخه يې وغوښتل، چې په ورته سيمينارونو کې فعاله ونډه واخلي، په دې ډول خپل ظرفيتونه لوړ کړي او ترلاسه شوي معلومات له خپلو نورو ټولګيوالو سره شريک کړي.
د مؤسسې د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر او په ورته وخت کې د برېښنايي زده کړو اصلي کمېټې مسؤل صديق الله عادل له لورې ګډونوالو ته د پرېزنټېشن د عمومي پېژندنې، جوړښت، معياري پرېزنټېشن ځانګړتياو، په زده کړيز او کاري چاپيريالونو کې د پرېزنټېشن ارزښت او په ورته وخت کې په عملي ډول د پرېزنټېشن جوړولو لارو چارو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او په يادو برخو کې د ګډونوالو پوښتنې یې په علمي او مسلکي ډول ځواب کړې.
د يادونې وړ ده چې سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې د برېښنايي چارو اصلي او د پوهنځيو په کچه فرعي کمېټو وار له مخه هم د محصلينو د ظرفيت لوړونې په موخه ورته ګڼې برنامې وړاندې کړي دي او په راتلونکي کې هم د دې ډول برنامو وړاندې کولو ته ژمنې دي.