Extra-Curricular Events

د EPHS, BPHS, HMISپه اړه ټريننګ ګډونوالو ته تصديقونه ورکړل شول!

 

سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) د مسلکي پرمختيا او بهرنيو ژبو آمريت (PDC) له لورې د مؤسسې د کارموندنې او مشوره ورکونې آمريت په همغږۍ د اساسي روغتيايي خدمتونو کڅوړې (BPHS)، روغتوني خدمتونو اساسي کڅوړې (EPHS) او د صحي خدمتونو د معلوماتو د مديريت سيستم (HMIS) په اړه علمي ټريننګ ګډونوالو ته تصديقونه ورکړل شول.

ياده يو اونيز ټريننګ چې د مؤسسې د درې ګونو پوهنځيو برحاله محصلينو او فارغانو لپاره ځانګړی شوی و او د مؤسسې د عمومي طب پوهنځي استاد دوکتور متخصص غلام نبي کاکړ له لورې وړاندې شو، د نظري زده کړو تر څنګ په کې په عملي ډول ګډونوالو ته د EPHS, BPHS (HMIS) په اړه معلومات وړاندې او په دې برخه کې ګډونوال د يوې بشپړې روزنيزې لنډمهالې دورې په توګه وروزل شول.

د تصديقونو د وېش په مناسبت رابلل شوې غونډې ته د وينا پر مهال، د مؤسسې محصلانو چارو مرستيال فضل الرحمن زيارمل ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ويلو سره، د ټريننګ پر اړتيا او اهميت خبرې وکړې او د يادې عملي روزنيزې برنامې له امله يې له اړوندو خواو مننه وکړه. نوموړي همدا راز د ټريننګ په اړه خپل مثبت نظريات له ګډونوالو سره شريک کړل او له محصلينو یې وغوښتل چې د علمي او معلوماتي سيمينارونو سربېره، د محصلينو د ظرفيت لوړونې په موخه ورته ټريننګونو، روزنيزو برنامو او ورکشاپونو کې فعاله ونډه واخلي.

د يادونې وړ ده چې د ټريننګ ګډونوالو د ټريننګ او په پای کې د تصديقونو تر لاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه، د ټريننګ وړاندې کولو له امله یې له استاد څخه ځانګړې مننه وکړه او د ورته برنامو پر دوام یې ټينګار وکړ.