سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا آمریت د کلنۍ ظرفیت لوړونې او د مشوره ورکوونې او کارموندنې آمریت د انکشافي پلانونو پر اساس، د مؤسسې غاښونو طب پوهنځي ستوماتولوژي ډیپارټمینټ له لورې د انتاناتو مخنيوی (Infection Prevention) تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي سيمينار وړاندې شو.
ياد سيمينار د غاښونو طب پوهنځي د مرستيال او د ياد پوهنځي استاد، دوکتور بلال احمد صديقي له لورې نن له غرمې وړاندې د مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو، چې د غاښونو طب پوهنځي د رئیس او د پوهنځي د اداري او تدريسي همکارانو په شمول په کې لسګونو تنو محصلينو ګډون کړی و.
د سيمينار د پرانيستې وينا پر مهال د پوهنځي رئیس ښاغلي دوکتور عبدالله رحماني ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ويلو سره د ياد علمي سيمينار په ګډون د اضافه نصابي فعاليتونو پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي له ګډونوالو، په ځانګړي ډول محصلينو، په ورته برنامو کې د پراخه ګډون غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې له دې وروسته بايد محصلين هم، له ډيپارټمنټ او پوهنځي رياست سره له همغږۍ وروسته دا ډول علمي او معلوماتي سيمينارونه برابر او وړاندې کړي.
ښاغلي دوکتور بلال احمد صديقي له لورې په ياد علمي سيمينار کې، د انتاناتو د پېژندنې، د انتاناتو د سرچينو، د انتاناتو د مخنيوي د ارزښت او اصولو، معياري احتياطي تدابيرو، د طبي کثافاتو په مناسب ځای کې د ځای پر ځای کولو، د ملوثو کثافاتو په سم ډول ځای په ځای کولو او په کلينيکونو، په ځانګړي ډول د غاښونو کلينيکونو کې، د انتاناتو د مخنيوي لپاره د اړينو پيغامونو او سپارښتنو په اړه هر اړخيز علمي معلومات وړاندې کړل.
د سيمينار په پای کې د ګډونوالو پوښتنې په علمي او مسلکي ډول ځواب او سيمينار په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد.