سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې د غاښونو طب پوهنځي ستوماتولوژي ډيپارتمنټ له لورې، د مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د بيزو تڼاکې ناروغۍ (Monkeypox) تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي او معلوماتي سيمينار وړاندې شو.
ياد سيمينار چې د ستوماتولوژي ډيپارټمنټ د استاد دوکتور عمران الله رسولي له لورې وړاندې کېده، د غاښونو طب پوهنځي د رئیس، مرستيال او د پوهنځي د اداري او تدريسي همکارانو په شمول په کې لسګونو تنو محصلينو ګډون کړی و.
د سيمينار د پرانيستې وينا پر مهال د پوهنځي رئیس ښاغلي دوکتور عبدالله رحماني ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ويلو سره د ياد علمي سيمينار پر ارزښت خبرې وکړې، په علمي سيمينارونو کې د محصلينو په پراخه او فعاله ونډه اخيستنه یې ټينګار وکړ او د پوهنځي له لورې محصلينو ته د هغوی د ظرفيت لوړونې برنامو د څرنګوالي او ارزښت په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي دوکتور عمران الله رسولي د سيمينار وړاندې کولو پر مهال، د بيزو تڼاکې ناروغۍ د پېژندنې، تاريخچې، ايپيډيمولوژي، کلينيکي اعراض او علايمو، د ناروغۍ د تشخيص لارو چارو، وقايوي تدابيرو او معالجې، په خولې جوف باندې د ناروغۍ اغېزو، اعراض او علايمو په اړه هر اړخيز علمي معلومات وړاندې کړل.
د سيمينار په پای کې د غاښونو طب پوهنځي مرستيال دوکتور بلال احمد صديقي له لورې د سيمينار وړاندې کولو له امله له ښاغلي رسولي څخه ځانګړې مننه وشوه. نوموړي د سيمينار په اړه خپلې مثبتې انګېرنې او نظريات له ګډونوالو سره شريک کړل او د پوهنځي له نورو استادانو یې د ورته سيمينارونو برابرولو غوښتنه وکړه.