Extra-Curricular Events

د عقامت (Infertility) په اړه سيمينار وړاندې شو!

سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي طب پوهنځي له لورې، د عقامت (Infertility) تر سرليک لاندې، يو ورځنی علمي سيمينار وړاندې شو.

 ياد سيمينار چې د مؤسسې د معالجوي طب ډيپارټمنټ د استاد شېر محمد ذکي له لورې، نن له غرمې وړاندې د مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې وړاندې شو، د عمومي طب پوهنځي د رئیس، مرستيال، استادانو او اداري کارکونکو په ګډون، لسګونو تنو محصلينو په کې برخه اخيستې وه.

 د پرانيستې وينا پر مهال د عمومي طب پوهنځي رئیس دوکتور محمد جاويد حاذق د پوهنځي د استادانو له لورې د علمي او معلوماتي سيمينارونو لړۍ د پيل او دوام په اړه خوښي څرګنده کړه او ياد سيمينارونه يې د محصلينو په ظرفیت لوړونه کې خورا اغېزناک وبلل. نوموړي همدا راز د عقامت په اړه د روغتيا نړيوال سازمان په ګډون، د نورو نړيوالو طبي سازمانونو د وروستيو موندنو او معلوماتو په اړه احصائیوي معلومات وړاندې کړل.

 ښاغلي دوکتور شېر محمد ذکي د سيمينار د عمده موضوعاتو په توګه، د عقامت پېژندنه، ډولونه، په نارينه او ښځينه و کې د ناروغۍ لاملونه، د ناروغۍ کنټرول او درملنه تر سرليک لاندې موضوعاتو په اړه هر اړخيز او علمي معلومات وړاندې کړل او د موضوع اړوند برخو کې د ګډونوالو شته پوښتنې يې په خورا مسلکي او علمي ډول ځواب کړې.

 د سيمينار په وروستيو کې د عمومي طب پوهنځي د فرهنګي چارو فرعي کمېټې مسوول او د معالجوي طب ډيپارټمنټ استاد، دوکتور عبادالله کاموال له لورې د سيمينار په اړه مثبت نظر وړاندې شو. ښاغلي کاموال د پوهنځي له استادانو د سيمينارونو لړۍ د دوام او په ورته وخت کې له محصلينو څخه د ورته علمي او معلوماتي سيمينارونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

 د يادونې وړ ده چې سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې د درې ګونو پوهنځيو (عمومي طب، غاښونو طب، طبي ټکنالوژي) استادان د استادانو د علمي او معلوماتي سيمينارونو اکشن پلان له مخې، وخت په وخت ورته سيمينارونه، ورکشاپونه او روزنيزې برنامې وړاندې کوي، چې موخه يې د ګډونوالو د ظرفيتونو لوړول او د نصابي فعاليتونو سربېره، په غير نصابي فعاليتونو کې فعاله ونډه اخيستنه ده.