سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د طبي ټکنالوژي پوهنځي عمومي ډيپارټمنټ له لورې، د مکروب ضد درملو پر وړاندې د مکروبونو مقاومت (Antimicrobial Resistance “AMR”) تر سرليک لاندې علمي سيمينار وړاندې شو.
ياد سيمينار چې د طبي ټکنالوژي پوهنځي رئیس، استادانو او لسګونو تنو محصلينو په کې ګډون درلود، د پوهنځي د مرستيال او د پاراکلينيک برخې استاد دوکتور بلال حميدي له لورې نن دوشنبه (۱۴/۸/۱۴۰۳ نېټه) له غرمې وړاندې، د مؤسسې د کنفرانسونو په عمومي تالار کې وړاندې شو،.
د پوهنځي رئیس ښاغلي دوکتور محمد جميل وسيم د پرانيستې وينا پر مهال، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د سيمينار د ارزښت او اړتيا په اړه هر اړخيزه وينا وکړه. نوموړي همدا راز د محصلينو د ظرفیتونو لوړونې په برخو کې د اضافه نصابي فعاليتونو، په ځانګړي ډول د ننۍ موضوع، پر اهميت ټينګار وکړ او د طبي ټکنالوژي پوهنځي په مشرۍ يې له خپلو ټولو استادانو څخه د دا ډول سيمينارونو برابرولو لپاره ځانګړې مننه وکړه.
ښاغلي دوکتور بلال حميدي د موضوع اړوند اړينو اصطلاحاتو د پېژندنې، د مکروب ضد درملو پر وړاندې د مکروبونو (AMR) په اړه د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) وروستيو احصائیوي ارقامو، پر (AMR) د پوهېدلو اړتيا او اهميت، د AMR رامنځته کوونکو عواملو، د منځته راتګ ميکانيزمونو او د مکروب ضد درملو پر وړاندې د مکروبونو مقاومت (AMR) د کنټرول او مخنيوي ستراتيژي او لارو چارو په اړه ګډونوالو ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او په يادو برخو کې د ګډونوالو پوښتنې یې په علمي او مسلکي ډول ځواب کړې.
د سيمينار په وروستيو کې د طبي ټکنالوژي پوهنځي د پاراکلينيک برخې مسؤل ټکنالوجېسټ قدرت الله اماني، د سيمينار وړاندې کولو له امله، له ښاغلي بلال حميدي څخه د مننې په کولو سره، د سيمينار په اړه خپل مثبت نظريات شريک کړل. نوموړي له محصلينو څخه وغوښتل چې د استادانو په سيمينارونو بسنه ونه کړي او محصلين هم بايد دا ډول علمي او معلوماتي سيمينارونه وړاندې کړي.