Extra-Curricular Events

د طبي ټکنالوژي پوهنځي محصلینو تر منځ علمي سیالي ترسره شوه!

 

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) د طبي ټکنالوژي پوهنځي عمومي ډيپارټمنټ له لورې، د پوهنځي د فرهنګي چارو فرعي کمېټې په همکارۍ، د درېيم سمستر محصلينو تر منځ پرازيټولوژي مضمون کې علمي سیالي تر سره شوه.

 ياده سيالي چې نن دوشنبه (۳۰/ميزان/۱۴۰۳)، د مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې وشوه، د مؤسسې د محصلانو چارو مرستيال، د طبي ټکنالوژي پوهنځي رئیس، د پوهنځي مرستيال او اداري کارکونکو او د پوهنځي لسګونو تنو محصلينو په کې ګډون درلود.

 د سيالۍ د پیل وینا پر مهال د طبي ټکنالوژي پوهنځي رئیس دوکتور محمد جميل وسيم د عمومي ډيپارټمنټ او فرهنګي چارو فرعي کمېټې له مسئولینو او د سيالۍ اړوند مضامينو له استادانو، د سيالۍ برابرولو لپاره، ځانګړې مننه وکړه. ښاغلي وسيم همدا راز زیاته کړه چې دا ډول برنامې د محصلینو تر منځ د علمي نظریاتو د تبادلې او سالم رقابت په برخو کې ګټورې دي او محصلین هم باید په کې فعاله ونډه واخلي.

 

د علمي سيالۍ پوښتنې او پايلې د ګډونوالو په شتون کې، د يوې شفافې پروسې له مخې ترتيب شوې، چې د ژوري هيئت له لورې د درېيم سمستر B ګروپ محصلين ګټونکي اعلان شول او د پوهنځي د رياست له لورې دواړه ګروپ محصلينو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

 د سيالۍ په وروستيو کې د مؤسسې د محصلانو چارو مرستيال فضل الرحمن زيارمل د سيالۍ په اړه خپل مثبت نظريات له ګډونوالو سره شريک کړل او په دې برخه کې د پوهنځي له رياست او د فرهنګي چارو فرعي کمېټې له مسؤلينو ځانګړې مننه وکړه.

 د يادونې وړ ده، چې سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې د طبي ټکنالوژي پوهنځي عمومي ډيپارټمنټ له لورې، له دې وړاندې هم ورته علمي سيالۍ تر سره شوي دي، چې د محصلينو د علمي کچې لوړاوي او د مفاهمې هنرونو د پياوړتيا برخو کې د پام وړ مثبت ثابتې شوې دي.