Extra-Curricular Events

د غاښونو طب پوهنځي محصلینو تر منځ علمي سیالي ترسره شوه!

 

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) د غاښونو طب پوهنځي د ستوماتولوژي ډيپارټمنټ او د پوهنځي د فرهنګي چارو فرعي کمېټې له لورې د دويم او درېیم سمسترونو محصلینو تر منځ، د اسلام اعتقادي نظام مضمون کې، علمي سیالي تر سره شوه.

 ياده سيالي چې نن شنبه (۲۸/۷/۱۴۰۳)، د مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې وشوه، د ژوري هیئت سربېره، د مؤسسې د محصلانو چارو مرستيال، د غاښونو طب پوهنځي رئیس، د پوهنځي مرستيال او استادانو او لسګونو تنو محصلينو په کې ګډون درلود.

 د سيالۍ د پیل وینا پر مهال د غاښونو طب پوهنځي رئیس دوکتور عبدالله رحماني، د سيالۍ برابرولو له امله د ژوري هئیت غړو او د فرهنګي چارو فرعي کمېټې مسؤلينو په ګډون له اړوند همکارو خواو ځانګړې مننه وکړه. ښاغلي رحماني همدا راز زیاته کړه چې دا ډول برنامې د محصلینو تر منځ، د ظرفيت لوړونې، د علمي نظریاتو د تبادلې او سالم رقابت په برخو کې ګټورې دي او محصلین هم باید په کې فعاله ونډه واخلي.

 د مؤسسې د محصلانو چارو مرستيال فضل الرحمن زيارمل د سيالۍ د ارزښت په څرګندولو سره، محصلين د هغوی مسؤليتونو ته متوجه کړل. ښاغلي زيارمل د نصابي فعاليتونو سربېره د اضافه نصابي فعاليتونو، په ځانګړي ډول رقابتي سياليو، پر ارزښت وينا وکړه او له په يادو برخو کې يې له محصلينو سره خپلې غوښتنې او سپارښتنې شريکې کړې.

 د علمي سيالۍ پوښتنې او پايلې د ګډونوالو په شتون کې، د يوې شفافې پروسې له مخې ترتيب شوې، چې د ژوري هيئت په استازولۍ، د پوهنځي د رئیس دوکتور عبدالله رحماني له لورې د دويم سمستر محصلين ګټونکي اعلان او د سيالۍ اړوند دواړو سمسترونو محصلينو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

 پاتې دې نه وي، چې د سيالۍ په پای کې د ستوماتولوژي ډيپارټمنټ آمر دوکتور رياض سالارزي، د سيالۍ په اړه خپل مثبت نظريات څرګند کړل. نوموړي د محصلينو د علمي کچې لوړاوي او د مفاهمې، سوال ځواب او مناقشې هنرونو د پياوړتيا په برخو کې د ورته برنامو پر ارزښت خبرې وکړې او د يادو برنامو د دوام غوښتنه یې وکړه.