سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) د عمومي طب پوهنځي د معالجوي طب ډيپارټمنټ او د پوهنځي د فرهنګي چارو فرعي کمېټې له لورې د درېیم کال دويم سمستر B او C سکشن محصلینو تر منځ، په فارمکالوژي مضمون کې، علمي سیالي تر سره شوه.
ياده سيالي چې نن چهارشنبه (۱۸/۷/۱۴۰۳)، د مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې وشوه، د ژوري هیئت سربېره په کې، د مؤسسې د عمومي طب پوهنځي رئیس، د پوهنځي مرستيال او استادانو او لسګونه تنه محصلينو ګډون درلود.
د سيالۍ د پیل وینا پر مهال د عمومي طب پوهنځي رئیس دوکتور محمد جاويد حاذق، د سيالۍ برابرولو له امله د ژوري هئیت غړو او د فرهنګي چارو فرعي کمېټې مسؤلينو په ګډون له اړوند همکارو خواو ځانګړې مننه وکړه. ښاغلي حاذق همدا راز زیاته کړه چې دا ډول برنامې د محصلینو تر منځ د علمي نظریاتو د تبادلې او سالم رقابت په برخو کې ګټورې دي او محصلین هم باید په کې فعاله ونډه واخلي.
د علمي سيالۍ پوښتنې او پايلې د ګډونوالو په شتون کې، د يوې شفافې پروسې له مخې ترتيب شوې، چې د ژوري هيئت په استازولۍ، د پوهنځي د مرستيال صفی الله محبت له لورې، د B سکشن محصلين ګټونکي اعلان شول او د پوهنځي د رياست له لورې محصلينو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
پاتې دې نه وي، چې سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې درې ګونو پوهنځيو او فرهنګي چارو اصلي او فرعي کمېټو، د محصلينو د علمي کچې لوړاوي او د مفاهمې، سوال ځواب او مناقشې هنرونو د پياوړتيا په موخه، وار له مخه هم ورته خپلمنځي او عمومي سيالۍ تر سره کړي دي، چې په يادو برخو کې خورا اغېزناکې ثابتې شوې دي.