سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي طب پوهنځي معالجوي طب ډيپارټمنټ له لورې، دماغ ته د شرياني وينې اِروا (Circle of Willis) تر سرليک لاندې علمي سيمينار وړاندې شو.
ياد سيمينار چې د ياد پوهنځي د معالجوي طب ډيپارټمنټ استاد دوکتور حيات زمان شينواري نن چهارشنبه (۲۵/۷/۱۴۰۳ نېټه)، د مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې کړ، د پوهنځي رئیس، مرستيال، استادانو او لسګونو تنو محصلينو په کې ګډون کړی و.
د پوهنځي رئیس ښاغلي دوکتور محمد جاوېد حاذق ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د سيمينار د ارزښت او اړتيا په اړه هر اړخيزه وينا وکړه. نوموړي همدا راز د محصلينو د ظرفیت او جرأت لوړونې په برخو کې د موضوع پر اهميت ټينګار وکړ او د عمومي طب پوهنځي په مشرۍ يې له خپلو ټولو استادانو څخه د دا ډول سيمينارونو برابرولو لپاره ځانګړې مننه وکړه.
ښاغلي دوکتور حيات زمان شينواري دماغ ته د شرياني وينې اِروا د پېژندنې، موقعيت، د جوړښت څرنګوالي، Regional Blood Supply to Cerebrum، Stroke يا دماغي سقطې پېژندنې، اپيډيميولوژي او Stroke Syndrome په اړه ګډونوالو ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او په يادو برخو کې د ګډونوالو پوښتنې یې په علمي او مسلکي ډول ځواب کړې.
د سيمينار په وروستيو کې د معالجوي طب ډيپارټمنټ آمر او استاد دوکتور محبت شاه همت، د سيمينار وړاندې کولو له امله، له ښاغلي شينواري څخه د مننې په کولو سره، د سيمينار په اړه خپل مثبت نظريات شريک کړل او له محصلينو يې په ورته برنامو کې د فعال ګډون هيله څرګنده او سيمينار د پوهنځي د مرستيال صفی الله محبت په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد.