Extra-Curricular Events

د نرم مهارتونو او شخصيت لوړونې اړوند معلوماتي او لارښود سيمينار وړاندې شو!

 

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د مشوره ورکونې او کارموندنې آمریت د بهرنيو ژبو او مسلکي پرمختیا امریت په همکارۍ «د نرم مهارتونو او شخصيت لوړونې معلوماتي او لارښود سيمينار» تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

ياد سيمينار د مؤسسې د علمي چارو مرستيال ناصر خان جمال له لورې نن يکشنبه (۲۵/۹/۱۴۰۳ نېټه)، د مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو، چې د درې ګونو پوهنځيو لسګونو تنو محصلينو په کې ګډون کړی و.

ښاغلي ناصر خان جمال د سيمينار وړاندې کولو پر مهال ګډونوالو ته د ښه راغلاست سربېره د سيمينار د موخو، اړتياو او ارزښتونو په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل. نوموړي همدا راز د نرم مهارتونو د پېژندنې، د نرم مهارتونو بېلابېلو ډولونو، د نرم او سخت مهارتونو پرتلنې، تر ټولو عامو نرمو مهارتونو، نرم مهارتونو ته د ودې ورکولو څرنګوالي، او په شخصي، ټولنيز او کاري ژوند کې د نرم مهارتونو د ښېګنو او ګټو په اړه هر اړخيز معلومات ګډونوالو سره شريک کړل او په يادو برخو کې د ګډونوالو پوښتنې یې په علمي او مسلکي ډول ځواب کړې.

د سيمينار په وروستيو کې د مؤسسې د محصلانو چارو مرستيال فضل الرحمن زيارمل د سيمينار وړاندې کولو له امله - له ښاغلي جمال څخه د مننې په کولو سره - د سيمينار په اړه خپل مثبت نظريات شريک کړل. نوموړي د نصابي فعاليتونو سربېره په اضافه نصابي فعاليتونو کې د محصلينو پر فعاله او پراخه ونډه او ورته برنامو پر دوام ټينګار وکړ او سيمينار د نوموړي په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد.